تر ارسنال فوټبال لوبډلې د یوه معلول افغان مزل

د ویډیو تشریح، احمد فواد امرخېل وايي: "له ما سره به نورو هلکانو فوټبال نه کاوه، ځکه زه ګوډ وم او هغوی فکر کاوه چې زه به لوبه ونه کړای شم"

سپورټ یو له هغو ډګرونو دی چې ډېری لوبغاړي پکې تمه کوي د نړۍ په پېژندلو شویو لوبډلو کې ولوبېږي خو د ډېرو لږو خلکو دا ارمان پوره کېږي.

لندن کې د ارسنال فوټبال کلب د سپورټ په نړۍ کې یو له ډېرو مشهورو نومونو دی چې د لوبغاړو د غوراوي له بهیره یې هر څوک نه شي تېرېدلای.

د ارسنال فوټبال کلب کې یوازینی افغان معلول لوبغاړی احمد فواد امرخېل وایي دی هم یو له هغو کسانو و چې د نړۍ په لویو لوبډلو کې یې د لوبېدو هیله درلوده او دا دی اوس پکې لوبېږي.

فواد امرخېل
د عکس تشریح، ښاغلی امرخېل برتانیا کې معلولینو ته د سپورټ شونتیا ته په اشارې له افغان دولته غواړي چې په افغانستان کې هم معلولینو ته قدر ورکړي او د ورزش لپاره امکانات ورته برابر کړي.

خو د ښاغلي امرخېل په وینا تر دې ځایه یې د مزل پر لارې ډېرې سختۍ او کړاوونه ګاللي.

ښاغلی امرخېل شپږ کلن و چې کابل کې خپل منځي جګړو کې یې خپله پښه له لاسه ورکړه. د ده پښه په داسې ځای کې پرې شوې چې د مصنوعي پښې د جوړېدو امکان یې هم نشته.

هغه مهال چې کابل کې امنیت نه و، د ښاغلي فواد په وینا ښه اقتصاد او نه هم د ماشومانو لپاره د لوبو شونتیا وه، د ده له سپورټ سره مینه پیدا شوه، هغه هم له داسې سپورت سره چې د ډېرو په اند، دی یې جوګه نه و.

ښاغلی امرخېل وايي: "له ما سره به نورو هلکانو فوټبال نه کاوه، ځکه زه ګوډ وم او هغوی فکر کاوه چې زه به لوبه ونه کړای شم".

کابل ۱۹۹۰ م کلونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هغه مهال چې کابل کې امنیت نه و، د فواد امرخېل په وینا ښه اقتصاد او نه هم د ماشومانو لپاره د لوبو شونتیا وه، د ده له سپورټ سره مینه پیدا شوه.

د ښاغلي امرخېل پر ماشومتوب د ده په وینا ناهیلۍ، خپګیان او بېوزلۍ سیوری غوړولی و. داسې یو مهال چې هم په هېواد کې کورنۍ جګړه روانه وه، هم کار و بار نه و او هم دی معلول شو، لکه ژوند چې په ټپه ودرېږي.

له دې ټولو سره ښاغلی امرخېل وايي: "سمه ده چې ما خپله پښه له لاسه ورکړه خو هیله مې له لاسه ورنه کړه او د خپلې خوښ ورزش مې تعقیب کړ."

وروسته له کلونو تمرین او زده کړې احمد فواد وتوانېد نورو ته هم فوټبال ور زده کړې او افغانستان کې یې د ښځو لومړنۍ فوټبال ډله وروزله.

وروسته له دې چې ۲۰۰۸ کال کې برتانیا ته راغی، دلته د معلولینو بېلابېلو لوبډلو کې ولوبېد او د ګڼو لوبغاړو ترمنځ ښه وځلېد. اوس چې هم د سوداګریزې مالوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې پوهنتون کې زده کړې کوي، ارسنال فوټبال کلب کې د معلولینو د ډلې غړی دی.

د ویډیو تشریح، فواد د ارسنال معلولینو فوټبال ټیم ته څنګه لاره پیدا کړه؟

ښاغلی امرخېل برتانیا کې معلولینو ته د سپورټ شونتیا ته په اشارې له افغان دولته غواړي چې په افغانستان کې هم معلولینو ته قدر ورکړي او د ورزش لپاره امکانات ورته برابر کړي.

د ده په آند "سپورټ د مخدره توکو په ګډون د ډېرو ټولنیزو ناخوالو مخه نیولی شي."

د ښاغلي امرخېل بشپړه مرکه د جمعې پر ورځ د بي بي سي پر پښتو تلوېزیون او راډیو خپرېږي.