لوېدلې پاکستانۍ الوتکه

د خپرېدو وخت

پاکستاني چارواکي وايي د دغه هېواد د نړیوالې هوايي کرښې پي آي اې یوې الوتکې کې، چې ۴۸ کسان پکې ول او د پښتونخوا له چترال سیمې اسلام اباد ته پر لاره لوېدلې، هېڅ څوک ژوندي نه دي پاتې.

الوتکه
د عکس تشریح، تر دې وړاندې هم پر پي آی اې نیوکې وې چې د خوندیتابه برخه کې بې اعتباره ده.
الوتکه
د عکس تشریح، د پاکستان د نړیوالې هوايي کرښې پي آي اې مشر اعظم سهګل د چهارشنبې پر ورځ یوې خبري ناستې ته تایید کړه چې ټوله سپړلۍ له مینځه تللې.
الوتکه
د عکس تشریح، ښاغلي سهګل زیاده کړه "دا یوه غمجنه پېښه ده او موږ هڅه نه کوو چې ځان له مسولیته خلاص کړو. موږ منو چې دا زموږ الوتکه وه او سپرلۍ هم زموږ وه".
الوتکه
د عکس تشریح، دغه الوتکه کې ښځې او ماشومان هم سپاره ول.
ال
د عکس تشریح، سیمې ته مرستندویه ځواکونه استول شوي.
الوتکه
د عکس تشریح، ښاغلي سهګل خبر ورکړ چې پلټنه به ترسره شي خو د اوس لپاره د ده په وینا د وژل شوو کسانو د جسدونو ترلاسه کول، اسلام آباد ته لېږدل او کورنیو ته یې سپارل مهم دي.
الوتکه
د عکس تشریح، د پاکستان هوايي شرکت لخوا تردې پېښې سمدستي وروسته د بېړنۍ مرستې لپاره د ټیلفون شمېرې اعلان شوې.
جنید جمشید
د عکس تشریح، د رپوټونو له مخې په الوتکه کې جنید جمشید او مېرمن یې هم وو.
الوتکه
د عکس تشریح، د حویليا چارواکي د سیمې د عیني شاهدانو له خولې وايي، پر الوتکه لا تر لوېدلو مخکې اور بل و.
الوتکه
د عکس تشریح، د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر مشتاق غني وايي، په سیمه کې د تیارې له امله مرستندويه ډلې له ستونزو سره مخامخ دي.
الوتکه
د عکس تشریح، الوتکه غرنۍ سیمه کې لوېدلې.
الوتکه
د عکس تشریح، د چارواکو لومړیتوب دا دی چې د وژل شوو کسانو جسدونه اسلام آباد ته ولېږدوي او کورنیو ته یې وسپاري.