BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:59 گرينويچ 2007 ,25 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
څېړنه: لومړنى ماشوم ځيرک وي
ماشومان
څېړنه ښيي چې لومړى ماشوم ځکه ځيرک وي چې د مور او پلار پام پرې زيات وي
ساينسي څېړنې ښيي چې د کور لومړنى ماشوم احتمالا تر وروستيو ماشومانو زيات ځيرک وي.

په ناروي کې د ساينسپوهانو يوې ډلې موندلې چې د کورنۍ لومړنى ماشوم، که هغه لومړى زېږېدلي وي او يا د پخوانيو ماشومانو د مړينې لامله لومړنى پاتې شوى وي، د وړتيا په ازموينه کې تر ټولو تکړه ختلي.

دغې څېړنې چې 'ساينس' مجلې خپره کړې تر دوه نيم لکو زيات نارينه تر ازموينې لاندې نيولي دي.

له څو لسيزو راهيسې کارپوهانو د ماشومانو له تکړه والي او کارندوالي سره د دوى د زېږون د مودې ترتيب تړاو نه مانه.

د دغې نظريې پلويان چې وايي د کور لومړنى ماشوم تکړه وي دا استدلال کوي چې پر لومړنى ماشوم باندې د مور او پلار زيات پام وي ځکه دوى هم عموما د خپل عمر په ځوانو کلونو کې وي.

خو د مخالفې نظريې پلويان بيا وايي چې د ماشوم وړتيا او نور صفتونه له زېږون مخکې د مور په گېډه کې جوړېږي او د مور د بدن د ساتنې کچه په هره ورپسې اميدوارۍ کې لاپسې لوړېږي چې کېداى شي د جنين پر دماغ اغېز وکړي.

ټولنيز توپيرونه
 موندنه ښيي چې د ماشوم د وړتيا وده تر بيولوژيکي توپيرونو، په ټولنيزو هغو پورې زياته اړه لري.

د اوسلو د ملي روغتيا په انستيتيوت کې استاد پيټر کريسټينسن ، او د ناروي د وسله والو ځواکونو د طبي خدمتونو چارواکى تور بيرکيدال وايي که څه هم د دوى موندنه وړه ده، خو ارزښت يې خورا زيات دى.

موندنه وايي چې د ماشوم د وړتيا وده تر بيولوژيکي توپيرونو، په ټولنيزو هغو پورې زياته اړه لري.

د بېلگې په توگه هغه سړي چې د کورنۍ دريېم اولاد دى او له دۀ نه مخکې ماشوم په کوچني والي کې مړ شوى وي، د دۀ د ذهني وړتيا کچه د هماغه دويم ماشوم په څېر ده ځکه دى د هغۀ په ځاى رالوى شوى.

استاد کريسټينسن وايي: ''موږ موندلې چې د ماشوم ټولنيز موقف په دې اړه مهم دى، نه بيولوژيکي.''

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت