BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:48 گرينويچ 2006 ,13 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ظاهر طنين په ملگروملتو کې د افغانستان استازى شو
ظاهر طنين
ظاهر طنين د افغانستان په اړه گڼ شمېر څېړنيزې مقالې خپرې کړي دي
ښاغلى طنين، د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت لخوا نن (پنجشنبه) په رسمي توگه په ملگرو ملتو کې د افغانستان د دايمي استازي په توگه معرفي کړل شو.

ښاغلى طنين په ملگرو ملتو کې د افغانستان په دايمي نمايندگۍ کې د عبدالغفور روان فرهادي پر ځاى ټاکل شوى دى.

روان فرهادي د ډاکټر نجيبالله د حکومت تر ړنگېدو را رورسته په ملگرو ملتو کې د افغانستان سفير و. د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت په وينا، ښاغلى طنين به د راروانې نومبر له مياشتې څخه خپله نوې دنده پيل کړي.

ظاهر طنين په ١٩٥٦ ميلادي کال کې د افغانستان په کاپيسا ولايت زوکړى دى.

نوموړي په ١٩٨٠م کال کې په کابل پوهنتون کې د ډاکټر په توگه طبي زدکړې پاى ته ورسولې. ښاغلى طنين د افغانستان د ډيموکراټيک حزب او وطن گوند د واکمنۍ پر مهال په کابل کې ژورنالسټ و.

نوموړى په ١٩٩٥م کې د بي بي سي په فارسي او پښتو څانگه کې د پروډيوسر په توگه کار پيل کړى او وروسته د "بي بي سي د افغانستان لپاره" د خپرونو دمشر په توگه وټاکل شو.

د بي بي سي لپاره د نوموړي په لومړيو کارونو کې د "افغانستان په شلمه پېړۍ کې" د شفاهي تاريخ په اړه د راډيويي پروگرامونو د لړۍ جوړول راځي. دغه پروگرامونه په ٢٠٠٥م د کتاب په بڼه کې چاپ شول.

ظاهر طنين د افغانستان په اړه گڼ شمېر څېړنيزې مقالې په لوېديځو مطبوعاتو کې خپرې کړي دي. په افغانستان کې د کمونيسټ گوند واکمنې (١٩٧٨ تر ١٩٩٢)" هغه څېړنيزه رساله ده چې ښاغلي طنين له پروفيسر فرېډ هاليډې سره په گډه چمتو کړى ده.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت