BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:22 گرينويچ 2006 ,01 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کابل کې د بمى بريدونو په اړه انديښنې
کابل کې بمى بريد
دکابل يو اوسيدونکى محمد خان : (( زه فکر کوم خلک ډير ويريدلي دي . ټينگ امنيتي تدابير نيول شوي خو بيا هم بمي بريدونه کيږي ))
کابل کې د پرونۍ بم چاودنې وروسته دنورو بمي بريدونو له ويرې په ښار کې ټينگ امنيتى تدابير نېول شوي دي .

راپورنه وايي چې د نورو ځان وژونکو بمى حملو له ويرى د بهرنيو موسسو کارکوونکو په ښار کې خپل تک راتک محدود کړى او په کوڅو کې اضافى پوليس او امنيتى کسان ليدل کيږي.

د ښار يو اوسيدونکى وويل "له هر څه نه ويريږم، کله چې يو شکمن سړى ووينم ويريږم چې کېداى شى بيا يوه ځان وژنکي بمى حمله وشى"

په تيرو څو اونيو کې بمى بريدونه زيات شوئ او امنيتى ځواکونه د نورو بريدونو د مخنيوى لپاره هڅى کوى.

د شنبه په ورځ د يوه ځانمرگي بريد په ترڅ کې له لسو زيات کسان ووژل شول او په لسگونه نور ټپيان شول. بريد کونکي گهيځ مهال د کورنيو چارو وزارت دروازې ته څيرمه په داسې حال کې ځان والوزاوه چې د وزارت کارکونکي کار ته د راتلوپه حال کې وو.چارواکي وايي يوه ځانمرگي بريد کونکي چې د کورنيو چارو وزارت ته يې د ننوتو هڅه کوله د پوليسو له لوري د ننوتنې وړاندې وپيژندل شو او په ځان پورې يې تړلي بمونه وچول.

عکسونو دوکان
ټپى: دغه بم زموږ د عکاسۍ دوکان مخې ته وچول شو، زما د ترور زوى ، زموږ د دوکان دوه شاگردان او زما د ماما زوى پکې ووژل شول

د چاودنې سيمه د افغان پوليسو له لوري تړل شوې وه او تر لږ ځنډ وروسته خبريالانو ته اجازه ورکړل شوه چې له سيمې ليدنه وکړي. که څه هم د پوليسو له لوري د چاودنې سيمه تر ډيره پاکه شوې وه خو بيا هم د ځانمرگي کس د بدن ځينې برخې د سړک پر سر خورې ورې پرتې وې.

چارواکي د وژل شويو کسانو د شميرې په اړه څه نه وايي خو په کابل کې د ځينو روغتونو شميرې ښيې چې په دغه ځانمرگي بريد کې څه د پاسه لس کسه وژل شوي او شاوخوا څلويښت نور ټپيان شوي چې زياتره يې عام وگړي دي.

د کابل د امنيه قومندانۍ له جنايي پيښو سره د مبارزې مشر علي شاه پکتياوال وايي دا يو ځانمرگى بريد وچې له امله يې ډير شمير کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي.
دغه ځانمرگى بريد د کورنيو چارو وزارت څنگ ته هغه مهال شوې چې د دغه وزارت يو شمير کارکونکي وزارت ته د ننوتو په حال کې و.

د يوه عيني شاهد په وينا يو کس چې په خپل ځان پورې يې بمونه تړلي و او وزارت ته يې د ننوتو هڅه کوله د پوليسو له لوري وپيژندل شو او تر ننوتو وړاندې يې خپل بمونه والوځول. د دغه عيني شاهد په وينا په دغه ځانمرگي بريد کې د وژل شويو او ټپيانو کسانو شميره خورا درنه ده.

له اوسه څو اوونۍ وړاندې هم د کابل په زړه کې د عامې روغتيا په څلور لاري کې يو ځانمرگى بريد شوى

"کله مې چې وليدل ټول خلک د تيښتې په حال کې دي نوځان مې د دوکان مخې ته پر مځکې واچوه.او زما وراره چې له دوکانه ووته نو چاودنه وشوه. وروسته په ځان ونه پوهيدم، دباندې د باروتو بوي واو کله مې چې وليدل شهيدان او ژوبل کسان پر سړک په بد حالت پراته و په دغې چاودنې کې زموږ دوه کسه ټپيان شوي دي"

د کابل د ځينو روغتونو د ورونو تر شا سلگونه کسان د خپلو ټپيانو د درملنې په موخه شيبې شميري يو کس چې د کورنۍ ځينې غړي يې په دغې چاودنې کې وژل شوي داسې وايي.

"دغه بم زموږ د عکاسۍ دوکان مخې ته وچول شو، زما د ترور زوى ، زموږ د دوکان دوه شاگردان او زما د ماما زوى پکې ووژل شول او ډير نور پکې ټپيان شول."

"زما لور چې په کورنيو چارو وزارت کې ماموره وه په پښو کې ټپي شوې ده ما نه پريږدي چې روغتون ته ورشم او د لور پوښتنه مې وکړم."

له اوسه څو اوونۍ وړاندې هم د کابل په زړه کې د عامې روغتيا په څلور لاري کې يو ځانمرگى بريد شوى و چې له امله ١٦ کسان ووژل شول او لسگونه نور ټپيان شول خو د مخکينيو چاودنو او ځانمرگيو بريدونو په پرتله په نني ځانمرگي بريد کې تر ټولو ډير شمير کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي.

دغه چاودنه له امريکې څخه د افغان ولسمشر حامد کرزي تر راتلو يوه ورځ وروسته تر سره کيږي. که څه هم افغان ولسمشر د افغانستان د ناامنيو لامل پر هغو کړيواچوي چې په پاکستان کې ترهگر روزي او دغه هيواد ته يې استوي.خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.

کابل کې د بمى بريدونو انځوريز رپوټ


نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت