|
ځوان سندرغاړى زيک افريدى مو ميلمه و | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پښتو ژبې وتلى اوځوان سندرغاړى زيک افريدى داوومې سټوډيو مېلمه و. دده اصلي نوم زاهدخان دى خو له نازه يې دانوم په زيک اووښتى دى . پنځه ويشت کلن دى اوپه پيښور کې اوسيږي. دکمپوتر په پوهنه کې ېې لوړې زده کړې کړې دي . د زيک دسندرو خوږلت پدې کې دى چې هغه ېې په نوښت سمبال کړې دي اونوى رنگ ېې ورکړى دى ، دابه دځينو خوښې وي اودچانه . خودښاغلي افريدي له خولې دا پوښتنې به ېې راوتونکى سندريز البوم ځواب کړي. له زيک نه د اوومې سټوډيو د اورېدونکو پوښتنې رنگارنگ وې او د ده د هنر او شخصي ژوند په اړه وې. له سعودي عربستان نه يوه اوريدونکي پوښتنه وکړه چې وادۀ ېې کړى او که کړى ېې دى نو څو ځلې؟ ځواب دا وه چې لاتر اوسه ېې وادۀ نه دى کړى او دې ته لا وخت شته . د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي افريدي وويل چې عاشق شوى لا هم نه دى. داسې څوک په مخه ندى ورغلى چې مينه ېې ورسره پيدا شوې وي. داحمدظاهر ، ناشناس ، سردارعلي ټکر اوخيال محمد سندرې ېې ډېرې خوښيږي. لومړنۍ سندره ېې سورسالو نوميده اودخيبر ټلويزيون خپره کړه . فلمي سندرو ته ېې لازړه نه دى ښه کړى اودليل ېې دابولي چې ددې فلمونود کيفيت تر ښه کيدو وروسته به دا کار وهم کړي. يوه ويبپاڼه هم لري چې زيک افريدى ټکى کام نوميږي.
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||