BBC News,
پښتو
مطلب ته ورشئ
کور پاڼه
وګورئ
واورئ
برخې
کور پاڼه
افغانستان
پښتونخوا
نړۍ
ښځې
لوبې
ساینس او ټکنالوژي
هنر او ادب
حقیقت موندنه
افغانستان
پښتونخوا
نړۍ
ښځې
لوبې
ساینس او ټکنالوژي
هنر او ادب
حقیقت موندنه
ویمبلډن: د ټینس لوبو تر ټولو زړې سیالۍ
دې لپاره چې انټرنېټ مو لږ مصرف شي، یوازې متن ولولئ
۲ چنګاښ ۱۳۹۳ - ۲۳ جون ۲۰۱۴
د ۲۰۱۴م کال د ویمبلډن سیالۍ پیل شوې.
د عکس تشریح،
د ټینس ویمبلډن سیالۍ نن ( د جون ۲۳مه ) پیل شوې. د سربیا اینا ایوانووېچ تر اوسه د ویمبلډن په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه نه ده بایللې.
د عکس تشریح،
امریکایۍ لوبغاړې سرینا ویلیمز د ټینس په ښځینه لوبغاړو کې په لومړي نمبر ده. نوموړې تر دې وړاندې پنځه ځل د ویمبلډن سیالیو اتلولي ګټلې ده.
د عکس تشریح،
د امریکا مارټینا نیوراټيلووا د ویمبلډن ټینس یو کسیز سیالۍ (سنګلز) تر ټولو ډیر ۹ ځل ګټلي.
د عکس تشریح،
د کرویشیا لوبغاړي ګوران ایوانیسوېچ په ۲۰۰۱ کال کې د ویمبلډن لوبو اتلولي وګټله. دا د نوموړي لومړۍ اتلولي وه.
د عکس تشریح،
د ټینس د لوبو دوه اتل لوبغاړي رفایل نډال او راجر فیډرر. د دوی تر منځ تر سره شوې د ۲۰۰۸ کال اتلولیو پایلوبه د ویمبلډن لوبو د تاریخ تر ټولو اوږده لوبه وه. دغې لوبې ۴ ساعته او ۴۸ دقیقې دوام وکړ.
د عکس تشریح،
په ۱۹۸۵ کال کې د جرمني تنکي او ځوان لوبغاړي په ۱۷ کلنۍ کې د ویمبلډن اتلولي وګټله. نوموړی د ټینس لوبو تر ټولو کم عمره لوبغاړی ګڼل کیږي چې د ویمبلډن اتلولي یې ګټلې ده.
د عکس تشریح،
امریکایۍ لوبغاړې کرېس ایورټ بیا له دې کبله ریکارډ لري چې د ټینس لوبو پایلوبه یې تر ټولو ډیره بایللې ده. نوموړې د ویمبلډن اتلولیو پایلوبه ۷ ځل بایللې خو درې ځل یې دغه اتلولۍ ګټلې هم دي.
د عکس تشریح،
په لوبغالي کې د لوبې په اوږدو کې د توپونو راټولولو لپاره ځانګړي کسان ګمارل شوي وي چې هلکانو ته یې بال بوایز او نجونو ته یې بال ګرلز ویل کېږي.
د عکس تشریح،
او په ۱۹۸۷ کال کې په وروستي ځل د ټینس لوبې لپاره له لرګي جوړ شوي ریکټونه وکارول شول.
لنډې ویډیوګانې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
00:37
ویډیو,
امریکايي ځواکونو لخوا د ایران د کارګو بېړۍ د نیول کېدو شېبه
, موده0,37
00:59
ویډیو,
"بډای شوي یورانیم راته د خپلې خاورې هومره اهمیت لري"
, موده0,59
00:44
ویډیو,
کینیا کې یو چینايي سړی د مېږیانو د قاچاق په تور زنداني شوی
, موده0,44
01:05
ویډیو,
کونړ کې د سرو زرو لټون
, موده1,05
01:30
ویډیو,
بې ځایه شوي لبنانیان بېرته خپلو مېنو ته ستنېږي
, موده1,30
00:51
ویډیو,
لبنان کې د اوربند هرکلی او لمانځنې
, موده0,51
01:39
ویډیو,
د هند او چین جګړې په اړه د سلمان خان نوی را روان فلم ولې ځنډېدلی؟
, موده1,39
03:08
ویډیو,
د افغانستان - پاکستان شخړه: د ماشومانو پر زدکړه یې اغېز
, موده3,08
00:34
ویډیو,
ټرمپ وايي د لبنان پر احتمالي هوکړې "ډېر زیات خوشاله" دی
, موده0,34
01:12
ویډیو,
افغان مخترع د روسیې "ارشمیدس" نړیواله جایزه وګټله
, موده1,12
You might also like:
news
|
sport
|
weather
|
worklife
|
travel
|
future
|
culture
|
world
|
business
|
technology