BBC News,
پښتو
مطلب ته ورشئ
کور پاڼه
وګورئ
واورئ
برخې
کور پاڼه
افغانستان
پښتونخوا
نړۍ
ښځې
لوبې
ساینس او ټکنالوژي
هنر او ادب
حقیقت موندنه
افغانستان
پښتونخوا
نړۍ
ښځې
لوبې
ساینس او ټکنالوژي
هنر او ادب
حقیقت موندنه
کشمیري زعفران تر ټولو ګران بیه مساله ده
دې لپاره چې انټرنېټ مو لږ مصرف شي، یوازې متن ولولئ
۶ مرغومی ۱۳۹۲ - ۲۷ ډیسمبر ۲۰۱۳
کشمیري زعفران تر ټولو ګران بیه مساله ده
د عکس تشریح،
د هند تر ولکې لاندې کشمیر د لوړ معیار زعفرانو تولید لپاره مشهوره سیمه ده. عکاس عابد بټ کشمیر کې د زعفرانو کروندې ته تللی او هڅه یې کړې، وپوهيږي، چې دغه ګران بیه بوټی څنګه کرل کېږي.
د عکس تشریح،
د سوداګرۍ لپاره په هند، ایران او اسپانیا کې تر ټولو ډېر زعفران کرل کېږي، خو د کشمیر زعفران تر ټولو د لوړ معیار هغه بلل کېږي او بیه یې هم تر نورو لوړه ده.
د عکس تشریح،
زعفران تر ټولو مخکې یونان کې وکرل شول، خو له پیړیو راهیسې کشمير هم کې کرل کېږي.
د عکس تشریح،
د زعفرانو کروندو ته د سیالانیانو پام هم اوړي. د واورینو غرونو منځ کې عنابي رنګه زعفران خوږه خوشبو شیندي.
د عکس تشریح،
د کوچنی ښار پامپور په خواوشا کې زرګونه هیکټره کروندو کې زعفران کرل کېږي. دغه ځای ته د کشمیر له دوبني مرکز سرینګر نه د ګاډي نیم ساعت لاره ده. ډېر کله پامپور د کشمير زعفران ښار هم بلل کېږي.
د عکس تشریح،
مېرمنې له زعفرانو هغه ریښې باسي، چې وروسته د مسالې په توګه ورنه کار اخیستل کېږي.
د عکس تشریح،
د یوه پاونډ زعفرانو تر لاسه کولو لپاره ۷۵۰۰۰ زعفران ګلونو ته اړتیا ده.
د عکس تشریح،
دغه مساله د درملو جوړولو لپاره کاروول کېږي او په کشمیري خوړو کې ترې کار اخیستل کېږي. یو شمېر خلک باور لري، چې زعفران جنسي غریزه زیاتوي.
د عکس تشریح،
دا ویړیا مساله نه ده، د یوې کیلو بیه یې شاوخوا ۱۸۰ زره روپیو یا ۲۹۵۰ امریکايي ډالرو ته رسيږي.
د عکس تشریح،
کشمیریان په قهوه جوړولو کې هم زعفران کارووي.
د عکس تشریح،
دغه قهوه کې دارچیني، لاچي، لونګ او زعفران له اوبو سره اېښول کېږي، چې بادام او شات هم ورسره یو ځای کېږي او دغسې ډېر غوره خوند او رنګ مومي.
لنډې ویډیوګانې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
01:30
ویډیو,
بې ځایه شوي لبنانیان بېرته خپلو مېنو ته ستنېږي
, موده1,30
00:51
ویډیو,
لبنان کې د اوربند هرکلی او لمانځنې
, موده0,51
01:39
ویډیو,
د هند او چین جګړې په اړه د سلمان خان نوی را روان فلم ولې ځنډېدلی؟
, موده1,39
03:08
ویډیو,
د افغانستان - پاکستان شخړه: د ماشومانو پر زدکړه یې اغېز
, موده3,08
00:34
ویډیو,
ټرمپ وايي د لبنان پر احتمالي هوکړې "ډېر زیات خوشاله" دی
, موده0,34
01:12
ویډیو,
افغان مخترع د روسیې "ارشمیدس" نړیواله جایزه وګټله
, موده1,12
01:24
ویډیو,
د یوه کاڼه مسلمان ځوان د عمرې تجربه
, موده1,24
01:07
ویډیو,
غزې سره د افغانستان مرسته
, موده1,07
01:59
ویډیو,
ولې پر طالب مشرانو ملګرو ملتونو بندیزونه لګولي؟
, موده1,59
00:46
ویډیو,
اسحاق ډار: ایران او امریکا دې "مثبته روحیه" جاري وساتي
, موده0,46
You might also like:
news
|
sport
|
weather
|
worklife
|
travel
|
future
|
culture
|
world
|
business
|
technology