د یادونې وړ ده چې کله دا جګړه د فبرورۍ پر ۲۸مه پیل شوه، په څه ډول نظر ورته کتل کېدل. دواړو، ډونلډ ټرمپ او بنیامین نتنیاهو پوځي اقدام په تاریخي بڼه وړاندې کړ.
نتنیاهو ویلي وو چې ده د خپل ټول سیاسي ژوند په اوږدو کې دغه فرصت ته انتظار کاوه، چې د هغه څه پر وړاندې ودرېږي چې دی یې د اسرائیلو تر ټولو لوی دښمن بولي او بالاخره یې د امریکا یو داسې ولسمشر وموند چې د ده ملاتړ ته چمتو دی.
داسې معلومېده، چې ټرمپ ګومان کاوه په چټکۍ سره یو بری کېدای شي او ایرانيانو ته یې ویلي وو چې هغه شېبه رانږدې ده چې دوی به وکولای شي خپل هېواد بېرته ترلاسه کړي.
خو له دې هېڅ یو هم رامنځته نه شو. برعکس، ایران له نوې رهبرۍ سره را څرګند شوی دی. دا د نظام هغه بدلون نه دی چې ټرمپ یې ادعا کړې وه.
که څه هم ډېری لوړپوړي مشران وژل شوي، خو د هغوی ځای نوې نسل نیولی دی. دوی لا هم په ژور ایډیالوژیک فکر سمبال دي، خو داسې ښکاري چې د پخوانیو مشرانو پرتله لږ احتیاط کوي.
د جګړې پر مهال د رامنځته شویو بدلونونو له امله د دوی باور او اعتماد هم زیات شوی، په ځانګړي ډول د هرمز تنګي له لارې د کښتيو د تګ راتګ د ګډوډولو اغېز.
دا بدلون د سیمې بڼې له سره بدلولو کې مرسته کوي. داسې ښکاري چې د اوسني بېرته ګرځول ستونزمن، او ښايي ناشوني وي.
د دې پایلې یوازې په ایران او اسرائیلو پورې نه محدودېږي، بلکې د خلیج پر ډېرو هېوادونو اغېز کوي. داسې هېوادونه لکه متحده عربي امارات، چې اقتصاد یې له ثبات سره تړلی دی، لا له وړاندې د دې جګړې د ګډوډۍ له امله د پاموړ زیانونه لیدلي دي