ژوندۍ پاڼه, سپاه: پر لارک جزیره برید کې ځینې پوځیان او ملکیان وژل شوي او ټپیان شوي؛ ځواب به ورکړو

د ایران سپاه پاسداران اعلان وکړ چې پر لارک جزیره برید کې یو شمېر پوځیان او ملکیان وژل شوي او ټپیان شوي دي او وايي چې د دغه برید ځواب به ورکړل شي. د سپاه د عامه اړیکو مسؤل حسین محبي، همدا راز وویل چې امریکا به "هم په اقتصادي او هم پوځي برخه کې" د دې برید تاوان او پایلې پرې کړي. تر دې وړاندې اکسیوس او الجزیرې شبکې د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی و چې امریکايي ځواکونو په لارک جزیره کې د توغندیو توغولو دوه ایرانۍ توغوونکې اډې په نښه کړې دي؛ هغه اډې چې د دغو چارواکو په وینا، د هرمز تنګي په لور د سمندري ماین لرونکو راکټونو توغولو ته چمتو کېدې. سېنټکام تر اوسه د دې برید په اړه خپلواکه اعلامیه نه ده خپره کړې.

لنډیز

  • سپاه پاسداران په قطر او اردن کې د امریکا پر اډو د ځوابي بریدونو خبر ورکړ
  • امریکا له میاشتې وروسته لومړی ځل پر ایران هوایي بریدونه وکړل
  • د ایران د ملکي هوايي چلن سازمان پر لارک له برید وروسته د مهراباد هوایي ډګر تړل کېدل رد کړل
  • سپاه پر لارک جزیره د امریکا برید تایید کړ او د ځواب ورکولو ژمنه یې وکړه
  • د سپاه ویاند: امریکا به پر لارک د برید پایلې په اقتصادي او پوځي برخه کې پرې کړي

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, سپاه پاسداران په قطر او اردن کې د امریکا پر اډو د ځوابي بریدونو خبر ورکړ

    توغندي

    د عکس سرچینه، Reuters

    د ایران سپاه پاسداران د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هرمز په تنګي کې پر لارک جزیره د امریکا د بریدونو په ځواب کې یې په قطر کې د "العدید" او په اردن کې د "موفق السلطي" هوایي اډې په نښه کړې دي او هدفي بریدونه یې پرې کړي دي او ټینګار یې کړی چې "مستقیما یې ویشتلې" دي.

    د ایران دولتي تلویزیون له بېلابېلو سیمو د سیمې د موخو په لور د توغندیو توغولو خبر ورکړی، په داسې حال کې چې سپاه پاسداران ویلي دا بریدونه د "مشروع دفاعي ځواب پیل" دی او خبرداری یې ورکړی چې دا عملیات به تر هغې دوام ولري او پراخ به شي چې د دوی په وینا "د امریکا تېري" ودرول شي.

  2. وروستی, په اردن کې پر امریکايي ځواکونو د ایران د برید په اړه راپورونه

    د فاکس نیوز یوه خبریال پر اېکس (پخواني ټویټر) شبکه کې د یوه امریکايي سرچینې له قوله لیکلي چې ایران په اردن کې مېشت امریکايي ځواکونه په نښه کړي دي.

    تر دې وړاندې، ځينو عربي او ایراني رسنیو د اردن په سوېل "عقبه" سیمه کې د څو چاودنو د غږونو اورېدل کېدو خبر ورکړی و، خو اردنیو چارواکو تر اوسه د دغو چاودنو د لامل په اړه دقیق جزییات نه دي خپاره کړي.

    په ایراني رسنیو کې لومړني راپورونه هم د دې ښکارندویي کوي چې پر لارک جزیره د امریکا له برید وروسته د اردن په سوېل کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

    دا پرمختګونه وروسته له هغه رامنځته کېږي چې امریکايي ځواکونو په لارک جزیره کې د توغندیو توغولو دوه ایراني توغوونکې اډې په نښه کړې؛ هغه برید چې سپاه پاسداران ورته د ځواب ورکولو ژمنه کړې ده.

  3. وروستی, "پر لارک له برید وروسته د مهراباد هوایي ډګر نه دی تړل شوی"

    د ایران د ملکي هوايي چلن سازمان ویاند پر لارک جزیره د امریکا د یکشنبې شپې له برید وروسته د تهران د مهراباد هوایي ډګر د موقتي تړل کېدو په اړه راپورونه رد کړل.

    نوموړي وویل چې په هېواد کې د الوتنو وضعیت "عادي" دی او د مهراباد هوایي ډګر فعالیت بې له ودرېدو دوام لري.

    د هوايي چلن سازمان د ویاند په وینا، د ایران د نورو هوایي ډګرونو الوتنې او فعالیتونه هم په عادي توګه روان دي.

  4. وروستی, د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون مشر: پر لارک برید به "بې‌ځوابه" پاتې نه شي

    د ایران د ولسي جرګې د ملي امنیت او بهرني سیاست کمېسیون رئیس، ابراهیم عزیزي پر لارک جزیره د برید په غبرګون کې وویل چې دا اقدام به "بې‌ځوابه" پاتې نه شي.

    نوموړي پر اېکس (پخواني ټویټر) ولیکل چې "زموږ د ارادې بیا ازمویل" به د امریکا او اسرائیل د ماتو بیه اېساره او درنه کړي او زیاته یې کړه چې ایران به "ویجاړوونکی، دردناک او عبرت‌ناکه ځواب" ورکړي.

    دا څرګندونې وروسته له هغه مطرح شوې چې سپاه پاسداران اعلان وکړ پر لارک جزیره برید کې یو شمېر پوځیان او ملکیان وژل شوي او ټپیان شوي دي او د ځواب ورکولو ژمنه یې وکړه.

  5. وروستی, د سپاه ویاند: امریکا به پر لارک د برید بیه په اقتصادي او پوځي برخه کې پرې کړي

    حسین محبي

    د عکس سرچینه، Ilna

    د عکس تشریح، د سپاه پاسداران د عامه اړیکو مسؤل حسین محبي

    د سپاه پاسداران د عامه اړیکو مسؤل، حسین محبي، وايي چې امریکا به "په هم اقتصادي او هم پوځي برخه کې" پر لارک جزیره د برید پایلې پرې کړي.

    نوموړي دا برید د "اقتصادي جګړې" په جریان کې د ډونالډ ترامپ د حکومت له لوري یوه "سټرټېژیکه او وژونکې تېروتنه" وبلله او پر اېکس (پخواني ټویټر) شبکه کې یې ولیکل چې دا اقدام "به د ځواک انډول د هغه د طراحانو پر ضد بدل کړي" او "درنې بیې" به ولري.

    څو ساعته وړاندې د سپاه استخباراتي سازمان هم اعلان کړی و چې د "ایرانیانو له ۲۰۰ ورځني مقاومت" وروسته، د دغه نهاد په وینا، "دوښمن" د " (رواني) جګړې له لارې د ملي ثبات او زغملو له منځه وړلو» هڅه کوي.

  6. وروستی, سپاه پر لارک جزیره د امریکا برید تایید کړ او د ځواب ورکولو ژمنه یې وکړه

    د سپاه پاسداران عامه اړیکو پر لارک جزیره برید تایید کړی او ویلي یې دي چې دغه برید د سپاه د "یو شمېر" ځواکونو او د سیمې د اوسېدونکو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شوی دی.

    سپاه امریکا او اسرائیل د دې برید مسؤل وبلل او د سپاه پاسداران د عامه اړیکو مسؤل حسین محبي پر اېکس (پخواني ټویټر) لیکلي: "په لارک جزیره کې د ترهګر دوښمن تېري ته به د متجاوز په تنبيه کولو سره ځواب ورکړل شي."

    تر دې وړاندې د تسنیم خبري اژانس د لومړنیو او غیررسمي راپورونو له قوله په دې برید کې د دوو کسانو د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

    اکسیوس او الجزیرې شبکې د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې امریکايي ځواکونو په لارک جزیره کې د توغندیو توغولو دوه ایراني توغوونکې اډې په نښه کړې دي. د دغو چارواکو په وینا، د سپاه ځواکونه د هرمز تنګي په لور د سمندري ماین لرونکو راکټونو توغولو ته د دغو اډو په چمتو کولو بوخت وو.

  7. وروستی, امریکا له میاشتې وروسته لومړی ځل پر ایران هوایي بریدونه وکړل

    سنټکام

    د عکس سرچینه، CENTCOM

    متحده ایالاتو د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هرمز په تنګي کې په يوه وړه جزیره کې یې د ایران د توغندیو توغولو پر اډو هوایي بریدونه کړي دي؛ دا له جولای میاشتې وروسته پر ایران د امریکا لومړی برید دی.

    د ایران د خبري او تلویزیوني رسمي سازمان د راپور له مخې، د ایران سپاه پاسداران خبر ورکړی چې د یکشنبې په ورځ پر "لارک" جزیره د امریکا په برید کې یو شمېر ایراني جنګیالي او ملکیان وژل شوي او ټپیان شوي دي، او ژمنه یې کړې چې ځواب بې ورکړي او مسؤلین به سزا کړي.

    د امریکا د سمندري ځواکونو کپتان تیم هوکینز فرانس پریس خبري اژانس ته وویل: "نن سهار وختي، امریکايي ځواکونو په لارک جزیره کې د توغندیو توغولو دوه ایراني اډې وویشتې. د سپاه پاسداران غړي لیدل شوي وو چې د هرمز په تنګي کې د سمندري ماینونو لرونکو توغندیو توغولو ته چمتو کېدل."