له هغه وروسته چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل، امریکايي ځواکونه به پر ایران سخت ګوزار وکړي، ځکه چې تهران ''د جګړې پای ته رسولو لپاره د هوکړې په کولو کې ډېر وخت واخیست''، پر ایران نوي بریدونه پیل کړي.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي، د چهارشنبې په ورځ یې په ایران کې د ''ګڼو هدفونو'' پر ضد د ''ځان دفاع لپاره اضافي بریدونه'' پیل کړي دي. سینټکام چارواکو زیاته کړه: ''دا بریدونه د ایران د بې دلیله او پرلپسې یرغل په ځواب کې ترسره کېږي.''
روانه اوونۍ دواړو خواوو پوځي او څارنیز مرکزونه په نښه کړي، چې دا د متقابلو هوايي بریدونو څرګند زیاتوالی ښيي.
د سې شنبې پر ورځ یوه امریکايۍ چورلکه راغورځول شوی وه، چې پړه یې پر ایران اچول شوې ده. د ایران سپاه پاسداران ځواک وروسته وویل، د منځني ختیځ په کچه یې د امریکا پر اډو بریدونه وکړل.
په خلیج کې د قشم په ټاپو کې او دغه راز په بندرعباس، سیریک او نورو ښارونو کې د چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.
د وروستیو بریدونو په ځواب کې د ایران پوځي قوماندانۍ ویلي چې دوی به هره هغه بېړۍ په نښه کړي چې د هرمز تنګې له لارې تېرېږي.
په دې هکله یوه خبرپاڼه کې ویل شوي: ''د هرمز تنګی د هر ډول بېړیو، ان سوداګریزو بېړیو پر مخ په بشپړ ډول تړل شوې ده.''
د بریدونو له پیل څو ساعته مخکې، ټرمپ خبرداری ورکړی و: ''موږ پرون پر هغوی سخت ګوزار وکړ او نن به بیا هم سخت ګوزار ورکړو .''
ټرمپ په خپل ټولنیزه پاڼه ټروت سوشل ولیکل چې د ایران مشرانو ''د یوه توافق د خبرو لپاره ډېر وخت اخیستی''، په داسې حال کې چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت امریکا تورنه کړه چې ''د متضادو پیغامونو له لارې یې دیپلوماتیک بهیر زیانمن کړی دی''.
د ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وویل، ایران به ''د هر ډول فشار او ګواښ پر وړاندې ټینګ ودریږي''.
وروسته د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګست وویل، په ایران کې ''پر مهمو تاسیساتو به بمبارۍ'' کېږي.
هېګست زیاته کړه، ایران ته د هوکړې کولو فرصت ورکړل شوی و، خو هغوی ترې ګټه وانخیسته، او ټرمپ هم ویلي چې که د سولې هوکړه ونه شي، پر ایران به بیا هم بریدونه وشي.
په اپرېل میاشت کې، امریکا او ایران د لنډمهاله اوربند موافقه کړې وه، چې د دوو اوونیو لپاره وه، خو له هغه وروسته، پرته له دې چې بشپړه جګړه بېرته پیل شي، دواړو خواوو څو ځله متقابل بریدونه کړي.
د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو د بیا پیل لپاره وروستي هڅې ټکنۍ شوې او بریدونه بیا ډېر شوي دي.