د عکسونو البوم: د انتظار شېبې

د خپرېدو وخت

هره اونۍ د یوې مشخصې موضوع په اړه بي بي سي د مینه والو ځینو انځورونه خپروي. دا ځل یې دغو انځورونو ته د "انتظار" سرلیک ورکړی.

انځور
د عکس تشریح، دا انځور دانیال یو د هغو خلکو اخیستی، چې د ایټالیا میلانو ښار کې د اوپرا کور "تیاترو لا سکالا" کې انتظار کوي.
انځور
د عکس تشریح، نیک درو بیا دا انځور په انګلستان کې په بخار د اورګاډي چلولو پرمهال اخیستی. درو وايي "د دغه بخاري اورګاډي چلوونکی پخپله خاصه نړۍ کې سوچ وړی دی."
انځور
د عکس تشریح، اوروس کلاودیو د دغه سړي دا انځور اخیستی چې له خپلو دوو مڼو سره موسکی موسکی کېږي.
انځور
د عکس تشریح، ډایف وارډ بیا دا انځور د لمر ختلو پرمهال د یوه سړي د سوچ پرمهال اخیستی.
انځور
د عکس تشریح، جانتن ویلکیز مراکش ښار بن یوسف مدرسه کې د یوې کارمنې دا انځور اخیستی چې د مېلمنو په انتظار ولاړه ده.
انځور
د عکس تشریح، د مکسیکو دودیزې مریاچي موسیقۍ ډلې غړي په مکسیکو سیټي کې د کښتۍ په انتظار دي. دا انځور رومان ګلوکمان اخیستی.
انځور
د عکس تشریح، یو چینایی کارګر په یوه کاري ورځ کې د دمې پرمهال. انځور هیرو وونګ اخیستی.
انځور
د عکس تشریح، باب ګودي خپل داسې ډیجیټل انځورونه راسره شریک کړي چې ان په ۱۹۸۳ کال اخیستل شوي.
انځور
د عکس تشریح، پاتریک تیمرمان په بلجیم کې دا انځور اخیستی. یوه بوډۍ یوه نالیدل کېدونکي کس ته غږېږي او سترګې یې دروازې ته نیولې دي.
انځور
د عکس تشریح، روس سویفټ دا انځور بریتانیا کې د چټکو خوړو په یوه پلورنځي کې د مشتریانو د انتظار پرمهال اخیستی.
انځور
د عکس تشریح، جاین هایووډ د دغه انځور په اړه وايي: "د جنوبي افریقا جوهانسبرګ په یوه بې وزله سیمه کې اوسېږي، چې بې کاري پکې زیاته ده. دا ماشوم یوه شي ته انتظار دی او یا دا چې یوڅوک غږ پرې وکړي."
انځور
د عکس تشریح، ویرنا ایوانز د بالي نڅاګرو دا انځور اخیستی چې تشناب ته د ننوتلو په کتاب کې ولاړې دي.
انځور
د عکس تشریح، ویکي پر یوه ډبرین دېوال د پیشو دغه انځور اخیستی چې د پلي کسانو تماشا کوي.
انځور
د عکس تشریح، د الجابر په دې انځور کې یو سړی په یوه سپین ټوکر د بسونو تمځي کې پټ ناست ښکاري.