فېشن اونۍ کې د بالیووډ ستورو ځلا

د خپرېدو وخت

هند کې د فېشن اونۍ پلازمېنه ډېلي کې پیل شوې. په دې مراسمو کې د بالیووډ ښکلې د خپل ښایست پلوشې ننداره کوي.

کرینہ کپور
د عکس تشریح، دلته هنرمنه کرینه کپور د فالګني شین پیکوک په سکښت شوو جامو کې.
یامی گوتم
د عکس تشریح، هنرمنه یامي ګوتم د هندي سکښتونکي رینو ټنډن جامې نندارې ته وړاندې کوي.
کنگنا راناوت
د عکس تشریح، له کرینه کپور سره کنګنا رناوت او ادیتي راو حیدري هم یو ځای دي. شلپا شیټي، کیارا اډواني، یامي ګوتم هم خپله ښکلا نندارې ته وړاندې کوي.
فیشن ویک
د عکس تشریح، هنرمنه ادیتي راو حیدري دلته د نورو ماډلو په منځ کې ښکاري. د سکښتونکي ترون تهیلیاني جامې یې اغوستې دي.
فیشن ویک
د عکس تشریح، فېشن ننداره کې د پخوانۍ زمانې څرک هم ښکاري او دلته یوه ماډله د رینو ټنډن په لاس سکښت شوې جامې او ګاڼې ننداره کوي.
کنگنا راناوت
د عکس تشریح، کنګنا راناوت دغه ځای کې د سکښتونکې انجو مودي سره لیدل کېږي.
فیشن ویک
د عکس تشریح، فېشن اونۍ کې ماډلې د مختلفو سکښتونکو جامې نندارې ته وړاندې کوي. دلته ماډلو د سکښتونکې سونیت ورما جامې په غاړه کړې دي.
شلپا
د عکس تشریح، شلپا شیټي دا ځل د امت اګروال په ډیزاین شوو جامو کې.