یوناما: په افغانستان کې هره میاشت شاوخوا ۵۰ کسانو ته د چاودېدونکو توکو له کبله مرګژوبله اوړي، چې نږدې ۸۰ سلنه یې ماشومان دي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
- Author, عبیدالله حسام
- دنده, بي بي سي
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) وايي، هره میاشت په دغه هېواد کې شاوخوا ۵۰ کسانو ته د چاودېدونکو توکو له کبله مرګژوبله اوړي چې نږدې ۸۰ سلنه یې ماشومان دي.
یوناما زیاتوي، د افغانستان شاوخوا زر کیلومتر مربع ځمکه په ناچاودو توکو ککړه ده چې شاوخوا درې میلیونه خلک دې سیمو ته نږدې ژوند کوي.
په دې رپوټ کې د اپریل څلورمې، د "ماین خطرونو د پوهاوي نړیوالې ورځې" په مناسبت، د دې ستونزې بېلابېلو اړخونو ته کتنه شوې، چې اټکل کېږي په نړۍ کې تر سلو میلیونونو ډېر کسان یې له ګواښ سره مخامخ کړي دي.
حکمت الله له خپلو څو ځوانو ملګرو سره مېلې ته تللی و، خو له دې ناخبره چې دغه سفر به یې په غم بدلېږي.
د ماین چاودنې د کندهار د دغه اوسېدونکي دواړه پښې ترې واخیستې. دې پېښې یې نه یوازې د بدن غړي ترې اخیستې، بلکې روزګار یې هم اغېزمن شوی دی. دا ډول دردونکې کیسه یوازې د حکمت الله نه ده، په افغانستان کې په کلني ډول د ماشومانو په ګډون سلګونه نور کسان هم له ورته برخلیک سره مخامخ کېږي او ځینې کسان بیا داسې چاودنو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما وايي، دغه هېواد په نړۍ کې د چاودیدونکو توکو د مرګژوبلې دریمه تر ټولو لوړه کچه لري.
ددې ادارې د ماین پاکۍ برخې مشر نیک پاڼد نیویارک کې د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته وینا کې وویل، هره میاشت افغانستان کې شاوخوا ۵۰ کسانو ته د چاودېدونکو توکو له کبله مرګژوبله اوړي چې نږدې ۸۰ سلنه یې ماشومان دي.
نوموړی وايي، د افغانستان څه باندې زر کیلومتر مربع ځمکه په ناچادو توکو ککړه ده.
''نږدې ۳ میلیونه خلک، شاوخوا ۹۰۰ ښوونیز مرکزونه او تر ۲۰۰ ډېر روغتیايي مرکزونه د چاودیدونکو توکو له ککړتیا څخه په یو کیلومترۍ کې موقعیت لري، که څه هم دا شمېر تر دې هم لوړې کېدای شي، ځکه چې ډېرې ولسوالۍ لا تر اوسه په بشپړ ډول نه دي سروې شوې. دې برخې (ماین پاکۍ) ته تر ټولو لویه ننګونه د بودیجې نشتوالی دی. دا وضعیت په تېر کال کې له ګاونډیو هېوادونو د نږدې ۲.۸ میلیونه کډوالو راستنېدو، زلزلو، سېلابونو او له پاکستان سره روانې شخړې نور هم پیچلی کړی دی.''

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
ورته مهال، د طالبانو حکومت له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي اداره وايي، چې په تېر لمریز کال کې یې د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنو ۲۱۷ پېښې ثبت کړې دي. کونړ، فراه او ننګرهار د ډېرو پېښو شاهدان وو.
د دې توکو ډېره برخه په افغانستان کې د تېرو شاوخوا څلورو لسیزو د جګړو له وختو پاتې ده. دا اداره تائیدوي چې په ځینو ځایونو کې هغه چاودېدونکي توکي چې د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو د جګړې پر مهال د طالبانو لخوا ځای پر ځای شوي وو، هم ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.
ویل کېږي چې ماشومان تر ډېره د لوبو او د کباړ یا زړو اوسپنو او بوټو راټولولو پرمهال د چاودېدونکو توکو له کبله زیانمنېږی.
څارونکي وايي، د ماین له خطرونو د خلکو د پوهاوي کچه ټیټه، خو په ماینونو ککړې سیمې پراخې دي. دا هغه مسله ده چې د ماین د چاودنې د یوه قرباني، حکمت الله په وینا، که پاملرنه ورته و نه شي، د ماین او ناچاودو توکو ګواښ دده په شان د ډېرو نورو ژوند ګواښلی شي.
له افغانستان سره د امریکا د مرستو بندېدو او د نورو مرستندویه هېوادونو د مرستو کمېدو سره، په افغانستان کې د ماین پاکۍ پروګرامونه هم په جدي ډول اغېزمن شوي دي.
په دې برخه کې د اوټاوا تړون په بنسټ، ټاکل شوې وه چې افغانستان تر ۲۰۱۳ کال له ماینونو پاک شي، خو دا هدف د جګړو د دوام له امله تر ۲۰۲۳ کال وځنډول شو، خو لا هم ترلاسه شوی نه دی.
اوس ځینې اندېښمن دي چې د نړیوالو مرستو سخت کمښت، لږ تر لږه په نږدې راتلونکي کې له ماینونو څخه د یوه پاک افغانستان هدف نور هم لرې کړی دی.
'د بودیجې له کمښت سره خطرونه لا زیاتېږي'

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
هالوټرسټ یوه نادولتي نړیواله خیریه موسسه ده چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې په افغانستان کې د ماین پاکۍ او د ماینونو له خطرونو خلکو ته د پوهاوي ورکولو په برخه کې فعالیت کوي.
په افغانستان کې د دې بنسټ ویاند، عبدالحق عظیمي بي بي سي ته وویل چې اوسمهال د افغانستان ۱۷ سلنه ځمکه یا ۲۵۹ ولسوالیو کې ځینې سیمې لا هم په ماینونو ککړې دي، چې شاوخوا درې میلیونه خلک دغو سیمو ته نږدې ژوند کوي.
د ښاغلي عظیمي په وینا، د ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو په ګډون ځینې مهم مرکزونه هم دغو له خطر ډکو سیمو ته نږدې پراته دي. دی وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو سره لېرې پرتو او نا امنه سیمو ته د ماین پاکانو د ورتګ امکان پیدا شو، خو لا هم ډېره ځمکه له چاودېدونکو توکو پاکه شوې نه ده. نوموړی وايي:
"له ۲۰۲۱ کال وروسته د افغانستان ټولو سیمو ته لاسرسی برابر شو او ماین پاکي پر هغو ځایونو متمرکزه شوه چې لومړیتوب یې درلود، لکه تعلیمي او روغتیايي مرکزونه. خو څرنګه چې له افغانستان سره بهرنۍ مرستې کمې شوې دي، موږ او نورې موسسې هغه ځایونه پاکوو چې لوړ لومړیتوب ولري."
هالوټرسټ تاییدوي چې په تېرو څه کم دوو کلونو کې په افغانستان کې د ماین پاکۍ بنسټونو ته د بهرنیو مرستو کچه ۶۰ سلنه کمه شوې چې د مالي ستونزو له کبله دې موسسې په دغه هېواد کې خپل تر نیمايي ډېر کارکوونکي کم کړي دي:
''په ۲۰۲۴ کال کې موږ د کال ۲۴ میلیونه ډالره بودیجه لرله، خو دا بودیجه په ۲۰۲۵ کال کې ۱۴ میلیونه ډالرو ته راټیټه شوه او اوسمهال په ۲۰۲۶ کال کې، ۱۰ میلیونه ډالره بودیجه لرو، چې ۶۰ سلنه کمښت ښيي او طبیعي ده چې کله بودیجه کمه شي، د ماین پاکۍ فعالیت هم کمیږي. زموږ کارکوونکي هم تر اویا سلنې ډېر کم شوي دي؛ په ۲۰۲۵ کال کې موږ شاوخوا دوه زره کارکوونکي لرل، خو اوسمهال ۸۵۰ کسانو ته راټیټ شوي، چې دا خورا ډېر کمښت دی."
د ماین پاکۍ دې موسسې چارواکي زیاتوي، مالي ستونزو په افغانستان کې د ماین پاکۍ هڅې او فعالیتونه له ځنډ سره مخ کړي دي.
هالوټرسټ خبرداری ورکوي چې د نړیوالو مرستو کمېدل د زیان منونکو خلکو ژوند لا ډېر له خطر سره مخ کوي او په مستقیم ډول به ماشومان له لا جدي ګواښ سره مخامخ کړي.


















